په ساختمان کې د کارولو لپاره د ښیښې ډولونه او دهغې انجنیري خواص په ساختمان کې د کارولو لپاره د ښیښې ډولونه او دهغې انجنیري خواص Types of Glass and its Engineering Properties for Use in Construction ژباړه او راټولونه: انجينر فرید عاطف ښیښه د لومړي ځل لپاره په لرغوني مصر کې له میلاد 1500 کاله وړاندې په ودانیو کې کارول شوې .ښيښه هغه ساختماني رڼه ماده ده چې په ودانیو کې د ښکلا او ښایست لپاره کاریږي چې معمولا په خپل ترکیبي جوړښت کې سلیکان ډای اکساید سودایم او اکساید او کلسیم اکساید لري او یو شمیر نور منرالونه لري .د ښیښې لویه برخه سلیکان ډای اکساید (SiO2)جوړوي چې تقریبا د ټول جوړښت تر 75% تشکیلوي .په ښیښه کې پوټاشیم کاربونیټ ددې لپآره اچول کیږي چې د هغې د ویلې کیدو نقطه ښکته راوړي .د ښیښې د ویلي کیدو نقطه له 1400 °C تر 1600 °C پورې ده . د ښیښې جوړښت کې د منګانیز اکساید داوسپنې د ناوړه اغیزو د مخنیوي لپاره اچول کیږي .معمولا د خامو موادو په توګه له شګې کاراخسیتل کیږي ،شګه لومړی غلبیل کیږي او په ټاکل شوو نسبتونو سره په داش (furnace) کې د 1700 سانتي ګرید تودوخې لاندې ویلي کیږي بیا و...
Posts
Showing posts from June, 2020