دميخي تهداب په اړه معلومات
په لاندې تصویرونو کې به تاسو د میخي تهداب په اړه په زیات معلوماتو پوی شي! هغه فکتورونه چې د ودانۍ د تهداب غوره کول اغیزمنوي . Factors Affecting Selection of Foundation for Building کله چې د ودانۍ لپاره تهداب یا بنسټ غوره کیږي نو د ودانۍ د ښه پایښت ترلاسه کولو لپاره د ودانې په تهداب باندې اغیز لرونکي فکتورونه باید په پآم کې ونیول شي .دا اغیزلرونکي فکتورونه په لاندې ډول دي . لومړی .له ودانیو بارونه Loads from Building تر ټولو لومړی فکتور چې د ودانۍ په تهداب باندې اغیز لري دهغې بارونه دي .دا بارونه د وداني ټول هغه مړه او واردیدونکي ژوندې بارونه چې په تهداب عمل کوي .سربیره پر دې د باد ،زلزلې ،واورې او نور چاپیریالي بارونه هم باید له پامه ونه غورځول شي ،دا وروستي بارونه د ودانۍ د جوړیدو ځای ته پام سره له یو ځایه بل ځای ته تغیر کوي . د بارونو مقدار ساختمان په ډول ،د پوړونو په شمیر او کارول کیدونکو موادو په ډول پورې اړه لري .څومره چې د ودانۍ پوړونو شمیر زیاتیږي هومره ورسره د مړو او ژوندیو بارونو مقدار هم زیاتیږي .د موادو غوراوی لکه او...