په ساختمان کې د کارولو لپاره د ښیښې ډولونه او دهغې انجنیري خواص

Types of Glass and its Engineering Properties for Use in Construction
ژباړه او راټولونه: انجينر
فرید عاطف
ښیښه د لومړي ځل لپاره په لرغوني مصر کې له میلاد 1500 کاله وړاندې په ودانیو کې کارول شوې .ښيښه هغه ساختماني رڼه ماده ده چې په ودانیو کې د ښکلا او ښایست لپاره کاریږي چې معمولا په خپل ترکیبي جوړښت کې سلیکان ډای اکساید سودایم او اکساید او کلسیم اکساید لري او یو شمیر نور منرالونه لري .د ښیښې لویه برخه سلیکان ډای اکساید (SiO2)جوړوي چې تقریبا د ټول جوړښت تر 75% تشکیلوي .په ښیښه کې پوټاشیم کاربونیټ ددې لپآره اچول کیږي چې د هغې د ویلې کیدو نقطه ښکته راوړي .د ښیښې د ویلي کیدو نقطه له 1400 °C تر 1600 °C پورې ده . د ښیښې جوړښت کې د منګانیز اکساید داوسپنې د ناوړه اغیزو د مخنیوي لپاره اچول کیږي .معمولا د خامو موادو په توګه له شګې کاراخسیتل کیږي ،شګه لومړی غلبیل کیږي او په ټاکل شوو نسبتونو سره په داش (furnace) کې د 1700 سانتي ګرید تودوخې لاندې ویلي کیږي بیا وروسته پرې نورې اړینې پروسې پلي کیږي .
د ښيښې انجنیري خواص . Engineering Properties of Glass
ښیښه په ساختمان کې د بیلابیلو موخو لپاره کاریږي .د همدې لپاره دلته دهغې یو شمیر انجنیري خواص د بحث لاندې نیسو .
1. روڼتیا یا شفافیت . Transparency
2. مقاومت Strength
3. کاري وړتیا . Workability
4. د رڼایی انتقال . Transmittance
5. د تودوخې عایق والي U value
6. له ضایع کیدو وروسته بیا کاریدو خاصیت . Recycle property
1. د ښيښې روڼتیا . Transparency of Glass
د ښیښې روڼتیا ترټولو مهم خاصیت دی ،ددې خاصیت په درلودو سره له ښیښې دننه څخه دباندې نړۍ روښانه کتل کیدای شي .دا روڼتیا کیدای شي د ښیښې دواړو مخونو ته وي او یا هم یو طرفه وي .کله چې یو طرفه وي د آیني په توګه کار ورکوي .
2. د ښیښې مقاومت. Strength of Glass
د ښیښې مقاومت د ښیښې د ماتیدو مودول (modulus of rupture) قیمت پورې اړه لري .په عامه توګه ښیښه ماتیدونکې شکننده (brittle)خاصیت لري خو د یو شمیر موادو په ورزیاتولو سره دښیښې مضبوطوالی زیاتیږي .د ښیښې مقاومت د هغې جوړونکو موادو ته فرق کوي خو معمولا له 120Mpa تر 200Mpa پورې وي
3. د ښیښې کاروړتیا . Workability of Glass
ښیښه باید په قالب کې په اسانه واچول شي او د ویلې کیدو په وخت سم ځای په ځای شي .د ښیښې کاري وړتیا درلودل خاصیت ډیر مهم دي .
4. د رڼا انتقال . Transmittance
له ښیښې څخه د رڼا د لیدو وړ انکسار انتقال د ښیښې د رڼا انتقال خاصیت ګڼل کیږي .
5. د تودوخې عایق قیمت . U value of Glass
ښه ښیښه هغه ده چې د تودوخې ښه عایق او د u ټیټ قیمت ولري .
6. بیاځلې کاریدل . Recycle Property of Glass
ښیښه باید له ضایع کیدو وروسته 100% بیا ځلې د کارولو وړ وي .ښیښه چې له کاره ولویږي یو ځل بیا په فابریکه کې پرې لازمې پروسې ترسره کیږي او بیا د کارولو وړ ګرځي .
د پورته انجنیري خواصو سریره ښیښه یو شمیر مهم خواص هم باید ولري چې په لاندې ډول دي
د ښیښې عام مهم خواص . Important Common Properties of Glass
1. ښيښه رڼا جذبوي ،منکسر کوي (refracts)يې او یا لیږدوي .
2. ښیښه کیدای شي پوره رڼه یا شفاف(transparent) وي او مکدر یا نیمه رڼه وي (translucent)
3. ښیښه ښه صیقل کیدونکي وي .
4. د بریښنا ښه عایق وي .
5. مضبوطه او شکننده وي .
6. تختې ترې په اسانه جوړیږي او ښه پرس کیږي
7. د اتوموسفیر څخه نه اغیزمن کیږي .
8. د کیمیاوي تعاملاتو پروړاندې ښه مقاومت کوي .
9. په بیلابیلو ښکلو رنګونو پیداکیږي .
10. د نوې ټکنالوژۍ په مټ کیدای شي سپک وزن ښیښه جوړه شي نسبت سیخانو ته .
11. د ښیښو تختې په اسانه پاکیږي .
د ښیښو ډولونه .
ښیښه نظر د هغې ترکیبي جوړښت ته او ترکیبونکو موادو ته په لاندې ډولونو ویشل کیږي .
1. سوډا –چونه ښیښه
2. پوټاش –چونه ښیښه
3. پوتاش سرب ښیښه
4. عامې ښیښې
5. ځانګړې ډول ښیښې
1. سوډا –چونه ښیښه .
په اساسي توګه دا ښیښه له سوډیم سلیکایټ او کلسیم سلیکایټ څخه جوړه وي .دا ښیښه په ټیټه تودوخه کې ویلې کیږي .دا ښیښه رنګ نه لري .دا ښیښه دکړکیو په پلو کې کاریږي.
2. پوټاش –چونه ښیښه .
ددې ښیښې په جوړښت کې اساسي عناصر پوټاشیم سلیکایټ او کلسیم سلیکایټ دي .دیته کلکه او سخته ښیښه هم ویل کیږي .دا ښیښه په لوړه تودوخه کې ویلي کیږي .
3. پوټاش –سربو ښیښه .
ددې ښیښې په جوړښت کې پوټاشیم سلیکایټ او سرب لویه برخه تشکیلوي .داسې ښیښه روښانه ځلا او د انکسار ښه طاقت لري .داسې ښیښه د لابراتور په لینزونو،برقي ګروپوونو او داسې نورو برخو کې کاریږي .
4. عامه ښیښه
دا ښیښه په خپل جوړښت کې د اساسي عناصرو په توګه سوډیم سلیکایټ ،کلسیم سلیکایټ او اوسپنې سلیکایټ لري .داسې ښیښه نصواري ،شین او زیړ رنګ لري .داسې ښیښه د درملو په بوتلونو کې کاریږي
5. ځانګړې ښیښه
په ښیښه کې د ترکیب کوونکې عناصرو په تغیر او یو شمیر نورو موادو په ورزیاتولو سره دښیښې په خواصو کې بدلون راوستل کیدای شي .د داسې موادو ورزیاتول د ځینو ځانګړو غوښتنو دپوره کولو لپاره ترسره کیږي
په ساختمان کې د ښیښې کارونه او د هغې ډولونه ډولونه . Types of Glass and their Uses in Construction Works
کارونې ته په کتو سره د ښیښو ډولونه په لاندې ډول دي .
1. لامبووهونکي Float glass
2. د ماتیدو ضد Shatterproof glass
3. تخته یي ښیښه Laminated glass
4. بی نهایت پاکه ښیښه Extra clean glass
5. کروماتیک ښیښه Chromatic glass
6. رنګه ښیښه . Tinted glass
7. کلکه ښیښه. Toughened glass
8. ښیښه بلاک Glass blocks
9. ښیښه یی وړۍ . Glass wool
10. عایق واحدونهInsulated glazed units
1. لامبو وهونکي ښیښه Float Glass
لامبو وهونکې ښیښه له سوډیم سلیکایټ او کلسیم سلیکایټ جوړه جوړیږي .دیته سوډا چونه ښیښه هم ویل کیږي .داسې ښیښه پاکه او همواره وي .داسې ښیښه ځلا(glare) ورکوي .ددې ښیښو پیړوالی له 2mm تر 20mm پورې وي .ددوی وزن له 6 تر 36kg/m2 پورې وي .دا ښیښه په دوکانونو او ټولګټو ودانیو کې کاریږي .
2. د ماتیدوضد ښیښه Shatterproof Glass
د ماتیدو ضد ښیښه په کړکیو،چتونو او روښنایی ورکوونکو برخو کې کاریږی.ددجوړولو په وخت په کې پولیوینایل اچول کیږي ،په دې داسې سره چې کله یی کومه برخه پرې شي ژۍ یی غوڅونکی(Sharp) نه وي .
3. تخته یی ښیښه . Laminated Glass
په تخته یی ښیښو کې د عادي ښیښو څو تختې سره یوځای کیږي او دا ښیښه ترې منځ ته راځي .ددې ښیښو پیړوالی او وزن نسبت عادي ښیښوته زیات وي .د غږ ضد طبقي په توګه ډیر کاریږي .
4. بی نهایت پاکه ښیښه Extra Clean Glass
بې نهایت پاکه ښیښه دوه مهم خاصیتونه لري ،فوتوکاتالیک او هایدروپلیک ،نو ددې خاصیتونو درلودو له امله دا ښیښه هیڅ داغ(stain) نه لري او د ښیښې ښایست یی زیات وي
5. کورماتیک ښیښه Chromatic Glass
له رنګه ښیښو څخه د جدي څارني واحد یا (ICU’) او د غوڼدو په هالونو کې کار اخسیتل کیږي .دا ښیښه د عادي ښیښې روڼتیا کنترولوي لو داخل ته د دباندنۍ رڼا د ننوتو مخه نیسي
6. رنګه ښیښه Tinted Glass
رنګه ښیښه عادي ښیښه ده خو فقط رنګ لري .د ښیښې په ترکیب کې رنګ هم ورسره اچول کیږي .په دې رنګونوکې شنه ښیښه ،توره ښیښه ،زیړه ښیښه ابي ښیښه اونور راځي .
7. سخته ښیښه ،
سخته ښیښه یو ډول مضبوطه ښیښه ده چې ټیټ حد لید وړ و ي،کله چې ماته شي پڅري یی خطرنک وي ،دا ښیښه د اور ضد په توګه کاریږي .
8. ښیښه بلاک Glass Block
دا یو ډول ښیښه یی خښتې دي چې د ښایست په کارونو کې کاریږي .
9. ښیښه یی وړۍ . Glass Wool
دا فیبرونو نه جوړه ښیښه ده چې ډیری وخت د عایق په توګه کاریږي .
10. عایق ګلایز واحدونه . Insulated Glazed Units
داپه اصل کې د ښیښو سره جلا کړای شوی تختې دی چې منځ یی تش وي .معمولا دوه یا درې قشرونه لري .له دوه څخه تودوخه نه تیریږي
Copy from afghan engineering

Comments
Post a Comment