Posts

Showing posts from September, 2020

نوي کور جوړولو په اړه څو سپارښتنې!

 د نوي کور جوړولو په اړه څو سپارښتنې! 1. د کور نقشه په انجنير جوړه کړئ، عام ټيکه دار یوازې د ساختمان جوړولو ماهر دی، تخنيکي پوهه او درايت نه لري. ځينې کورونه چې د ټیکه دار په لارښوونه جوړ شوي د سیخ او سېمټو بېخ يې په کې ايستلی او ان له نظامي تاسيساتو يې هم ډېر درانه (د وزن له پلوه) او مقاوم جوړ کړي او ځینې نور یې برعکس د مقاومت له پلوه کمزوري جوړ کړي. 2. که کور څو منزله وي (له یو منزل څخه زیات وي) نو د ساختماني موادو لابراتوار سره اړیکه کې شئ چې د تهداب د خاورې ټسټونه او تخنيکي ارزونه وکړي یانې تاسې ته به د خاورې د برداشت مقاومت پیدا کړي چې له مخې یې د تهداب ډول او ابعاد پيدا کېږي. 3. د لابراتوار راپور نقشه جوړوونکي انجنير ته ورکړئ چې تاسې ته د تهداب، پايو، بيمونو او سلب ابعاد په اقتصادي او مقاوم ډول محاسبه او برابر کړي. 4. د نقشې جوړولو پر وخت انجنير ته خپلې غوښتنې ووايئ، د ټيکه دار او د کور د مشر یا یوه غړي نقشه مه منئ سبا به ورسره په تکليف ياست. 5. د تهداب لاندې د خاورې د طبقاتو په اړه د انجنير مشوره له پامه مه غورځوئ. 6. په تعمير کې نيمه تهکاو په نسبي توګه د ژمي ګرم او د اوړي ي...

يو کامياب انجينري

 د یو کامیاب انجینر لس غوره ځانګړتیاوې: 1-د ساختماني موادو چېک کول(test of building materials) يو ښه انجینر باید د ساختماني موادو د چېک کولو په اړه پوره پوهه ولري ،ځینې ټېسټونه یی په لاندې ډول دي *د کانګریت ټېسټ (concrete test) *د خاورې ټېسټ(soil test) *طبیعي قیر یا معدني ټېسټ (bitumen test ) 2-د خاورې تخقیق کول (investigation of soil) د خاورې مختلف ټېسټونه اجرا کیږي ترڅو د خاورې تصفیه او ثبات مخکې د جوړولو د یو ساختمان څخه مشخص کړي،نو ځکه باید د سیول انجینر باید کافي پوهه ولري هغه ټېسټونه چې په ساحه کې اجرا کیږي ترسره کړي. 3-د سروې د الاتو استعمال(use of surveying instruments) د سروې الې لکه ټوټل سټیشن ,theodolite او داسې نور ددې لپاره د سیول انجینر کافي پوهه لازمي ده .دغه الې د اندازګیرۍ او نشان کولو لپاره استعمالیږي. 4-په ساختمان کې د معیاري کوډ استعمال(standard codes in construction) هر هیواد د ساختمان د جوړلو لپاره یو معیاري کوډ لري ترڅو د ساختمان د خوندیتوب او خصوصیات موږ ته راوښی په کومه ساحه کې چې کار اجرا کیږي. اوس وخت کې ټول نوي ساختمانونه د نوي کوډ  پواسطه اجرا کیږي...