Posts

سنګ کاري

 د سنګ کارۍ څخه جوړ شوی دیوال، چې 75m طول لري، عرضي مقطع یې په شکل ک‍ې درکړل شوې ده، تاسې یې لاندیني احجام محاسبه کړئ،که د مصالې مارک یې 300 وي؟ 1. د سنګ کارۍ مجموعي حجم 2. په دیوال کې د پکار وړل شوې مصالې حجم( په هغه صورت کې چې 35% مصاله پکې پکار وړل شوې وي) 3. په مصاله کې د مصرف شویو سیمنټو حجم 4. په مصاله کې د پکار وړل شوې شګې حجم  حل: څرنګه چې د دیوال هره برخه ځانته شکل لري، نو باید هره برخه (V1,V2,V3,V4,V5) بیل بیل محاسبه شي او بیا ټول سره جمع کوو، ، او د سنکارۍ مجموعي حجم ترې لاسته راځي.   V (1) = 75m× 2.4m × 1m = 180m3 V (2) = 75m × 1.3m × 1m = 97.5m3 V (3) = 75m × 1.05m × 0.5m = 39.375m3 V (4) = 75m × 0.80m × 0.80m = 48m3 پنځمه برخه مثلث شکله ده، چې د مثلث د مساحت څخه په استفادې یې د عرضي مقطع مساحت لومړی پیداکوو، او بیا یې په ټول طول کې ضربوو د مثلثي مقطع قاعده  (2.4m-0.80-0.25m-0.250m.25m=0.85m)  او ارتفاع یې (1m+0.5m=1.5m) سره نو مساحت یې د فرمول په اساس (قاعده× ارتفاع) تقسیم په دوه  V (5) = 75m × (0.85×1.5m)/2 = 88.125m3 اوس د سنګ کارۍ مجموعي حج...

د یوه بریالي ساحوي انجنیر ځانګړتیاوې

 د یوه بریالي ساحوي انجنیر ځانګړتیاوې ګرانو انجنیرصاحبانو نن در سره د یوې مهمې موضوع په هکله چې د یوه ښه ساحوي انجنیری په اړه ده معلومات شریکوو . باور لرو دغه پوست به د ځوان او تازه فارغ شویو انجنیرانو د پاره ډیر ګټور تمام شي: د بریالي ساحوي انجنیر ځانګړتیاوې عمومي ځانګړتیاوې: • ساحوي انجنیر باید د ځان سره (Hand Book) کتاب ولري • ساحوي انجنیر باید د خپل ځان سره منظمه د یاد داشت کتابچه ولري • ساحوي انجنیر باید ځان ته په ساحه کې شته اړینې سرچنې او امکانات معلوم کړي • ساحوي انجنیر باید د خپلې پروژې په اړونده معلومات بشپړ کړي • ساحوي انجنیر باید پروژې د پلی کیدو په وخت باندې ځان پوه کړي • ساحوي انجنیر باید د پروژې د پلي کیدو د پاره ریښتنی پلان جوړ کړي • ساحوي انجنیری باید د هر کاری فعالیت د څه ډول بشپړیدنې د پاره اړینې سرچینې و سنجوي او هغه برابرې کړي • ساحوي انجنیر باید د ټولو ودانیزو توکو او کاری فعالیتونو د پاره باید بشپړ تخنیکي مشخصات او ځانکړتیاوې ولري • ساحوي انجنیر باید د هر فعالیت د کړنې څخه مخکې تر مخکې د هغه د سم پلی کیدو د پاره کم تر کمه یوه اونی مخکې باید تیاری ولري • ساح...

دميخي تهداب په اړه معلومات

 په لاندې تصویرونو کې به تاسو د میخي تهداب په اړه په زیات معلوماتو پوی شي! هغه فکتورونه چې د ودانۍ د تهداب غوره کول اغیزمنوي . Factors Affecting Selection of Foundation   for Building  کله چې د ودانۍ لپاره تهداب یا بنسټ غوره کیږي نو د ودانۍ د ښه پایښت ترلاسه کولو لپاره  د ودانې په تهداب باندې اغیز لرونکي فکتورونه باید په پآم کې ونیول شي .دا اغیزلرونکي فکتورونه په لاندې ډول دي . لومړی .له ودانیو بارونه Loads from Building تر ټولو لومړی فکتور چې د ودانۍ په تهداب باندې اغیز لري  دهغې  بارونه دي .دا بارونه د وداني ټول هغه مړه او واردیدونکي ژوندې بارونه چې په تهداب عمل کوي .سربیره پر دې د باد ،زلزلې  ،واورې او نور چاپیریالي بارونه هم باید له پامه ونه غورځول شي ،دا وروستي بارونه د ودانۍ د جوړیدو ځای ته پام سره له یو ځایه بل ځای ته  تغیر کوي . د بارونو مقدار ساختمان په ډول ،د پوړونو په شمیر او کارول کیدونکو موادو په ډول پورې اړه لري .څومره چې د ودانۍ پوړونو شمیر زیاتیږي هومره ورسره د مړو او ژوندیو بارونو مقدار هم زیاتیږي .د موادو غوراوی  لکه او...

نوي کور جوړولو په اړه څو سپارښتنې!

 د نوي کور جوړولو په اړه څو سپارښتنې! 1. د کور نقشه په انجنير جوړه کړئ، عام ټيکه دار یوازې د ساختمان جوړولو ماهر دی، تخنيکي پوهه او درايت نه لري. ځينې کورونه چې د ټیکه دار په لارښوونه جوړ شوي د سیخ او سېمټو بېخ يې په کې ايستلی او ان له نظامي تاسيساتو يې هم ډېر درانه (د وزن له پلوه) او مقاوم جوړ کړي او ځینې نور یې برعکس د مقاومت له پلوه کمزوري جوړ کړي. 2. که کور څو منزله وي (له یو منزل څخه زیات وي) نو د ساختماني موادو لابراتوار سره اړیکه کې شئ چې د تهداب د خاورې ټسټونه او تخنيکي ارزونه وکړي یانې تاسې ته به د خاورې د برداشت مقاومت پیدا کړي چې له مخې یې د تهداب ډول او ابعاد پيدا کېږي. 3. د لابراتوار راپور نقشه جوړوونکي انجنير ته ورکړئ چې تاسې ته د تهداب، پايو، بيمونو او سلب ابعاد په اقتصادي او مقاوم ډول محاسبه او برابر کړي. 4. د نقشې جوړولو پر وخت انجنير ته خپلې غوښتنې ووايئ، د ټيکه دار او د کور د مشر یا یوه غړي نقشه مه منئ سبا به ورسره په تکليف ياست. 5. د تهداب لاندې د خاورې د طبقاتو په اړه د انجنير مشوره له پامه مه غورځوئ. 6. په تعمير کې نيمه تهکاو په نسبي توګه د ژمي ګرم او د اوړي ي...

يو کامياب انجينري

 د یو کامیاب انجینر لس غوره ځانګړتیاوې: 1-د ساختماني موادو چېک کول(test of building materials) يو ښه انجینر باید د ساختماني موادو د چېک کولو په اړه پوره پوهه ولري ،ځینې ټېسټونه یی په لاندې ډول دي *د کانګریت ټېسټ (concrete test) *د خاورې ټېسټ(soil test) *طبیعي قیر یا معدني ټېسټ (bitumen test ) 2-د خاورې تخقیق کول (investigation of soil) د خاورې مختلف ټېسټونه اجرا کیږي ترڅو د خاورې تصفیه او ثبات مخکې د جوړولو د یو ساختمان څخه مشخص کړي،نو ځکه باید د سیول انجینر باید کافي پوهه ولري هغه ټېسټونه چې په ساحه کې اجرا کیږي ترسره کړي. 3-د سروې د الاتو استعمال(use of surveying instruments) د سروې الې لکه ټوټل سټیشن ,theodolite او داسې نور ددې لپاره د سیول انجینر کافي پوهه لازمي ده .دغه الې د اندازګیرۍ او نشان کولو لپاره استعمالیږي. 4-په ساختمان کې د معیاري کوډ استعمال(standard codes in construction) هر هیواد د ساختمان د جوړلو لپاره یو معیاري کوډ لري ترڅو د ساختمان د خوندیتوب او خصوصیات موږ ته راوښی په کومه ساحه کې چې کار اجرا کیږي. اوس وخت کې ټول نوي ساختمانونه د نوي کوډ  پواسطه اجرا کیږي...
په ساختمان کې د کارولو لپاره د ښیښې ډولونه او دهغې انجنیري خواص په ساختمان کې د کارولو لپاره د ښیښې ډولونه او دهغې انجنیري خواص Types of Glass and its Engineering Properties for Use in Construction ژباړه او راټولونه: انجينر  فرید عاطف ښیښه د لومړي ځل لپاره په لرغوني مصر کې له میلاد 1500 کاله وړاندې په ودانیو کې کارول شوې .ښيښه هغه ساختماني رڼه ماده ده چې په ودانیو کې د ښکلا او ښایست لپاره کاریږي چې معمولا په خپل ترکیبي جوړښت کې سلیکان ډای اکساید سودایم او اکساید او کلسیم اکساید لري او یو شمیر نور منرالونه لري .د ښیښې لویه برخه سلیکان ډای اکساید (SiO2)جوړوي چې تقریبا د ټول جوړښت تر 75% تشکیلوي .په ښیښه کې پوټاشیم کاربونیټ ددې لپآره اچول کیږي چې د هغې د ویلې کیدو نقطه ښکته راوړي .د ښیښې د ویلي کیدو نقطه له 1400 °C تر 1600 °C پورې ده . د ښیښې جوړښت کې د منګانیز اکساید داوسپنې د ناوړه اغیزو د مخنیوي لپاره اچول کیږي .معمولا د خامو موادو په توګه له شګې کاراخسیتل کیږي ،شګه لومړی غلبیل کیږي او په ټاکل شوو نسبتونو سره په داش (furnace) کې د 1700 سانتي ګرید تودوخې لاندې ویلي کیږي بیا و...

درونټی بند

Image
۸. د درونټې بند - ننګرهار: دا بند د جلال اباد ښار غربي سیمه کې پر کابل سیند په ۱۹۶۴ کې د روسانو لخوا جوړ شوی. بند د اوبو لګونې، برېښنا او کبانو د ساتلو په برخو کې کار کوي. ۲۲ متره لوړ، ۱۴۰ متره اوږد او له خاورې جوړ شوی چې د پرچاوو او ابګیر برخې یې کانکریټي دي. د اوبو د زېرمې کچه یې ۴۰.۵ میلیون متر مکعبه ده چې اوس یې ډېره برخه له خاورو ډکه شوې. څو ځلې هڅه وشوه چې د کاسې خاورې یې د اوبو په مرسته پاکې شي. د درونټې بند ۳ توربینونه لري. ټوله ۱۱.۵ میګاواټه برېښنا تولیدوي چې د ښار د رڼا کولو سربېره د ننګرهار د اوبو لګونې شبکه (پمپ ستیشن چې لوړ ولتاژ برېښنا ته اړتیا لري) کې مصرفېږي. د وخت تېرېدو او جنګونو له امله بند ډېر زیان لیدلی و چې بیا له یوه روسي شرکت سره یې د بیارغونې چارې قرارداد شوې. زمونږ د پرکتیک پر مهال یې (۲۰۰۹ کال) ۲ توربینونه فعال و او د دریم توربین د بیارغونې چارې یې د روسي متخصصینو لخوا روانې وې.  چې بیا وروسته بشپړې شوې. همدارنګه د اوبو لګونې کانال یې کابل-ننګرهار سړک څنګ، ښۍ خوا ته موقیعت لري چې د ننګرهار کرنیزې شبکې (فارم هډه، ...) ته اوبه برابروي. د درونټې بند ا...