Posts

Showing posts from April, 2020

درونټی بند

Image
۸. د درونټې بند - ننګرهار: دا بند د جلال اباد ښار غربي سیمه کې پر کابل سیند په ۱۹۶۴ کې د روسانو لخوا جوړ شوی. بند د اوبو لګونې، برېښنا او کبانو د ساتلو په برخو کې کار کوي. ۲۲ متره لوړ، ۱۴۰ متره اوږد او له خاورې جوړ شوی چې د پرچاوو او ابګیر برخې یې کانکریټي دي. د اوبو د زېرمې کچه یې ۴۰.۵ میلیون متر مکعبه ده چې اوس یې ډېره برخه له خاورو ډکه شوې. څو ځلې هڅه وشوه چې د کاسې خاورې یې د اوبو په مرسته پاکې شي. د درونټې بند ۳ توربینونه لري. ټوله ۱۱.۵ میګاواټه برېښنا تولیدوي چې د ښار د رڼا کولو سربېره د ننګرهار د اوبو لګونې شبکه (پمپ ستیشن چې لوړ ولتاژ برېښنا ته اړتیا لري) کې مصرفېږي. د وخت تېرېدو او جنګونو له امله بند ډېر زیان لیدلی و چې بیا له یوه روسي شرکت سره یې د بیارغونې چارې قرارداد شوې. زمونږ د پرکتیک پر مهال یې (۲۰۰۹ کال) ۲ توربینونه فعال و او د دریم توربین د بیارغونې چارې یې د روسي متخصصینو لخوا روانې وې.  چې بیا وروسته بشپړې شوې. همدارنګه د اوبو لګونې کانال یې کابل-ننګرهار سړک څنګ، ښۍ خوا ته موقیعت لري چې د ننګرهار کرنیزې شبکې (فارم هډه، ...) ته اوبه برابروي. د درونټې بند ا...
Image
#د_خښتې_او_د_خښتې_د_استعمال_اړونده_پوښتنې سوال: خشت کاري باید په یوه وخت کې د څومره نه لوړه نکړو؟ ځواب: 1m څخه سوال: خشت کاري باید لږ تر لږه څومره موده لمده وساتل شي؟ ځواب: 10 ورځې سوال: د تازه خشت کارۍ پروټکشن واضح کړئ؟ ځواب: د ګرد،باران او نورو اغیزمنونکو عواملو نه یې ساتل سوال: د خشت کارۍ د بافت ډولونه څو او کوم دي،او هم د خشت کارۍ انګلیسي بافت شرحه کړئ؟ ځواب: پنځه ډوله د خشت کارۍ بافته لرو چې عبارت دي له: English bond Common bond Flemish bond Running bond Garden bond English bond: د خشت کارۍ انګلیسي بافت مستقیم جاینټونه نلري،او معمولاً د دیوال په شروع او یا هم ختم کې د خښتې له قطع شوې ټوټو څخه ګټه اخیستل کیږي،دې میتود ته د خشت کارۍ د بافت انګلیسي میتود وایي، دا میتود په نړيواله سطحه دخشت کارۍ د بافت یو له قويترینه میتودونو څخه دی چې زیات کاروونکي لري سوال: په افغانستان کې د خښتو لرغونی ابعاد ذکر کړئ ځواب: د افغانستان د خښتو لرغونی ابعاد عبارت دی له: 1. د خښتې طول 50cm 2. د خښتې عرض 22cm 3.  د خښتې ضخامت 12cm سوال:دخښتې باید په یو سانتي متر مربع کې څومره...

سيمټ

Image
قدرمنو انجنیر صاحبانو ته! #دوهمه برخه: #د_سمنټو_په_اړه_ځینې_اړینې_ساحوي_خبرې: څرنګه چې پوهېږو سمنټ د ډېرو مهمو او اړینو ساختماني موادو د جملې څخه دي، چې دلته د لیکنې د اوږدېدو له وجې یې په جوړښټ، ډولونو او تولید باندې بحث نه کوو، خو ځینې نورې مهمې ساحوي خبرې چې انجنیران باید پرې پوه شي، په لاندې ډول واضح کوو: ⚀ د تازه او بهترو سمنټو د کیفیت معلومولو لپاره یو لوښی د اوبو څخه ډک او سمنټ پکې واچول شي، که چېرې د اوبو پر مخ پوکڼۍ/حبابونه پیدا او وچاودېدل یا هم د ګډولو په وخت کې ځک تولید کړي، نو سمنټ تازه او د ګټې اخستنې وړ دي. ⚀ ساتنه: سمنټ باید په مناسب، وچ، د نم څخه لېرې او سوړ ځای/ګدام کې، همدارنګه د لمر د مستقیمو وړانګو څخه لېرې وساتل شي، داسې چې د لرګینو چوکاټونو له پاسه چې د ځمکې/فرش څخه ۵-۱۰ سانتي مترو ارتفاع ولري ځای په ځای شي او یاده ذخیره باید وخت په وخت تهویه شي. د سمنټو د ذخیره کولو په وخت کې په عمودي قطارونو کې د سمنټو تر لسو (۱۰) بوریو زیاتې یو له بلې له پاسه کېنښودل شي، ځکه د یوې بورۍ وزن ۵۰ کیلو ګرامه دی، چې په لاندینۍ بورۍ ۵۰۰ کیلو ګرامه وزن په راتلو سمنټ خپل کیفیت ...

ايا کمپيوټر مو ضعيف کار کوي

Image
ایا کمپیوټر مو ضعیفه کار کوي؟ د حل یوه کوچنۍ لار یې داده چي! په Search Box کي msconfig ولیکئ او د Enter تڼۍ ووهئ. یوه پرده درته را خلاصیږي هلته به Startup انتخاب کړئ او Disable به انتخاب کړئ; کله چي د Apply ک لیک کړئ او ورپسې Ok کلیک کړئ. کمپیوټر مو د Restart یا بیا چالانېدو غوښتنه کوي; د Ok تڼۍ ووهئ او کمپیوټر پرېږدئ چي له سره چالان (Restart) سي. کله چي کمپیوټر چالان سو بیا به په Search box کي %temp% ولیکئ او د Enter تڼۍ ووهئ بله پرده درته راخلاصیږي هلته به ټول انتخاب کړئ یا د Ctrl او A تڼیاني په یوه وخت کي ونیسئ او ټول به Delete کړئ. له Recycle Bin څخه یې هم لیري کړئ. بیا به پر My Computer باندي کلیک وکړئ او د Local Disk C یعني چیري چي ستا Windows پرته ده د ماوس Mouse راسته کلیک وکړئ او Properties ته به ولاړ سئ او Disk Cleanup باندي کلیک وکړئ یو څو ثانیې حتا تر دقیقو پوري ورته منتظر سئ چي Disk Cleanup وسو یوه وړه پرده راخلاصیږي په هغه کي به ټولي خاني انتخاب کړئ او د Ok تڼۍ به ووهئ. ورپسې به بیا د C Drive یا چیري چي مو Windows پرته وي کلیک وکړئ او د C Drive به خلاص کړئ او د...
Image
دغه انځور چي تاسو يي ګوري دا هيواد لپاره يو بيلګه دي
#علمي_او_اکاډمیک_مواد ملګري مو منشن او دا پوسټ ور سره شېیر کړئ. د ProQuest اکاډمیک ډېټابېس په امتحاني ډول خپل علمي مواد په وړیا ډول د لاسرسي وړ کړي دي. د څېړونکو، پوهنتون استادانو، محصلانو او ټولو هغو کسانو لپاره چې غواړي اکاډمیک او علمي مواد په وړیا ډول راوړي، یو غوره او زرین چانس دی. د یادولو وړ ده چې دا امتحاني لاسرسی به د ۴۵ ورځو لپاره وي. په دې موادو کې به: ♦️ بېلابېل ژورنالونه ♦️ څه باندې ۱۸۴ زره کتابونه دي. ♦️ څه باندې ۷ زره اکاډمیکې او علمي ويډیوګانې دي. ♦️څه باندې دوه نیم ملیونه تیزېسونه او ډيزرټېشنونه په وړیا ډول د لاس رسي وړ دي. لاندې لېنک به کلېک وروسته به بیا Cross searchable on ProQuest کلېک کړئ او خپل د اړتیا وړ مواد به ډانلوډ کړئ. کتاب ورځ مو نېکمرغه لېنک: https://trials.proquest.com/access?token=uInjjXeIokiqFrewvUYuKMoSz&fbclid=IwAR0s_r1Fp0PP0wy-29SM3joy4-r5R3TI_OOzmUigHJ-qqIvbkTuBFOqWqEs #Win_Scholarship
د روژې په دې مبارک مياشت کښې اذکار، تلاوت او عبادت ډير وکړئ  لاندی اپليکشن ښې ځانګړنې لري د آيفون او انډرويډ دواړو لينکونه شتون لري ډاونلوډ يې کړئ. 1/3 Android link https://play.google.com/store/apps/details?id=com.bitsmedia.android.muslimpro iOS link https://apps.apple.com/us/app/muslim-pro-azan-quran-qibla/id388389451
Image

کور عايق کول

د کور عایق کول      House insulation ایا غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي ؟  ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي ؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي ،دداسې کور د  د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ .د عایق په کارولو سره انرژي تولید ته اړتیا کمیږي چې له امله نه یواځي مالي سپما کیږي بلکې ددې سربیره چاپیریال ته د مضره ګازونو د لیږد مخنیوی هم کیږي . عایق څه شي دی ؟ معمولا  د کوټې دننه تر  20  درجې سانتي ګرید پورې  مناسبه تودوخه بلل کیږي ،خو د دباندني چاپیریال د تودوخې دلوړیدو له امله  د کوټې تودوخه لوړیږي او په ژمي کې برعکس د کوټې دوخې درجه ښکته راځي.که دباندې تودوخه لوړه وي نو د کوټې دننه تودوخه هم ورسره زیاتیږي او که چیرې دباندې تودوخه ټیټه وي نو د کوټې تودوخه هم ورسره ټيیږي .د کوټې دننه تودوخې او باندني چاپیریال ترمنځ د تودوخې دا لیږد د دیوالونو ،دروازو ،کړکیو او بام له لارې ترسره کیږي .او که چیرې له باندني چاپیریال سره د کوټې دننه برخې د تودوخې د لیږد لارې او اړیکې پرې شي نو د تودوخې د لیږد پروړاندې به خنډ ...
بند تعریف ( Definition of dam) - بندونه ( Dams) تعریف: بندونه یا د اوبو دمه کوونکې ساختمانونه هغه ساختمانونه دي چې د اوبو د جمع کولو، د برقي انرژۍ تولید، د کبانو د روزنې، د سیمې د ښکلا، د کشتۍ چلوني او همداشان د ځینو نورو موخو لپاره اعماریږي. #بندونه د دوې د مشخصاتو له مخې په بیلابیلو ډولونو سره ویشل کیږي لکه: ۱- د وظیفې له مخې. ۲- د هایدرولیکې ډیزاین له مخې. ۳- د موادو د جوړښت له مخې. #د_وظیفې له مخې - ذخیروي بندونه (Storage of Dams): د هغه بندونه دي کوم چې په سیندونوکې د پر آبی په وخت کې اوبه ذخیره کوي، او بیا د دې اوبو څخه په کم آبی موسم کې استفاده کیږي. - توقیفې بندونه (Detention Dams): دا ډول بندونه د سیلابې اوبو د مخنیوې (Flood control) په منظور جوړیږي، ترڅو د هغو اوبو مقدار کومې چې د سېلاب له مخې مجرا ته داخلیږي هلته جمع اود دی لپاره چی د ښکتنې مجرا د تخریب باعث ونه ګرځي، ورسته په کنترولي ډول سره خارجیږي. - انحرافې بندونه (Diversion Dams): دا ډول بندونه د دې لپاره جوړیږي چې یوه اندازه اوبه د کانال خواته رهنمایې کړي، دا ډول بندونه معمولآ دکمې ارتفاع لرونکې وي چې ...