يو کامياب انجينري

 د یو کامیاب انجینر لس غوره ځانګړتیاوې:

1-د ساختماني موادو چېک کول(test of building materials)

يو ښه انجینر باید د ساختماني موادو د چېک کولو په اړه پوره پوهه ولري ،ځینې ټېسټونه یی په لاندې ډول دي

*د کانګریت ټېسټ (concrete test)

*د خاورې ټېسټ(soil test)

*طبیعي قیر یا معدني ټېسټ (bitumen test )

2-د خاورې تخقیق کول (investigation of soil)

د خاورې مختلف ټېسټونه اجرا کیږي ترڅو د خاورې تصفیه او ثبات مخکې د جوړولو د یو ساختمان څخه مشخص کړي،نو ځکه باید د سیول انجینر باید کافي پوهه ولري هغه ټېسټونه چې په ساحه کې اجرا کیږي ترسره کړي.

3-د سروې د الاتو استعمال(use of surveying instruments)

د سروې الې لکه ټوټل سټیشن ,theodolite او داسې نور ددې لپاره د سیول انجینر کافي پوهه لازمي ده .دغه الې د اندازګیرۍ او نشان کولو لپاره استعمالیږي.

4-په ساختمان کې د معیاري کوډ استعمال(standard codes in construction)

هر هیواد د ساختمان د جوړلو لپاره یو معیاري کوډ لري ترڅو د ساختمان د خوندیتوب او خصوصیات موږ ته راوښی په کومه ساحه کې چې کار اجرا کیږي.

اوس وخت کې ټول نوي ساختمانونه د نوي کوډ  پواسطه اجرا کیږي، که چیرته دا کار ترسره نشي .ممکن هر وخت د ساختمان د  ورنیدو او ناکامیدو چانس تر سترګو شي.

5-د میلې د کوږولو جدول (bar bending schedule )

د سیول انجینر لپاره د میلې د کوږولو جدول ضروري دی هغه موږ ته د اوسپنې  مخاسبه کول په اوسپنیز تیر (beam)کې تعین کوي لکه دقطع کولو اوږدوالی ،ډول  اونور ښايي

6-رسمي او ډیزاین(Drawing and design)

رسمي او ډیزاین ابتدایی شیان دي چې موږ ته ټول غوښتل شوي خصوصیات ښایی.ساحوي انجینر باید د رسمي او ډیزاین پوره قابلیت ولري

7-براورد او بیل (estimation and bills)

براورد او بیل په ساختماني پروژه کې د سیول انجینر پواسطه اماده کیږي

8-د کیفیت کنترول(quality control )

د کیفیت کنترول تاسو  د پروژې په ګټه مطمن کوي او د اضافي مصرف مخه نیسي

9- د ساحې مدیریت(on field management)

10-د کارګرانو سره هماهنګي(coordination with labour)

سیول انجینر باید پدې پوه شي چې د کارګرانو سره څنګه هماهنګي جوړه کړي.

که چیرته تاسې پورته ذکر شوي ځانګړتیاوې ولرئ تاسو به یو ښه انجینر یاست .

Comments

Popular posts from this blog

نوي کور جوړولو په اړه څو سپارښتنې!

د یوه بریالي ساحوي انجنیر ځانګړتیاوې

درونټی بند