دميخي تهداب په اړه معلومات
په لاندې تصویرونو کې به تاسو د میخي تهداب په اړه په زیات معلوماتو پوی شي!
هغه فکتورونه چې د ودانۍ د تهداب غوره کول اغیزمنوي . Factors Affecting Selection of Foundation for Building
کله چې د ودانۍ لپاره تهداب یا بنسټ غوره کیږي نو د ودانۍ د ښه پایښت ترلاسه کولو لپاره د ودانې په تهداب باندې اغیز لرونکي فکتورونه باید په پآم کې ونیول شي .دا اغیزلرونکي فکتورونه په لاندې ډول دي .
لومړی .له ودانیو بارونه Loads from Building
تر ټولو لومړی فکتور چې د ودانۍ په تهداب باندې اغیز لري دهغې بارونه دي .دا بارونه د وداني ټول هغه مړه او واردیدونکي ژوندې بارونه چې په تهداب عمل کوي .سربیره پر دې د باد ،زلزلې ،واورې او نور چاپیریالي بارونه هم باید له پامه ونه غورځول شي ،دا وروستي بارونه د ودانۍ د جوړیدو ځای ته پام سره له یو ځایه بل ځای ته تغیر کوي .
د بارونو مقدار ساختمان په ډول ،د پوړونو په شمیر او کارول کیدونکو موادو په ډول پورې اړه لري .څومره چې د ودانۍ پوړونو شمیر زیاتیږي هومره ورسره د مړو او ژوندیو بارونو مقدار هم زیاتیږي .د موادو غوراوی لکه اوسپینز یاکانکریټ یا هم اوسپنیز مواد کارول هم په تهداب باندې خپل اغیز لري .اوسپنیز کانکریټي ساختمانونه د اوسپنیزو ساختمانونو په پرتله په تهدبونو زیات بارونه واردوي .د ساختمان د زغم خوندی وړتیا(safe bearing capacity) او پر تهداب د بارونو مقدار ته په پام سره د تهداب ډول او د هغې د بیخ مساحت محاسبه کیږي.
.دویم . د خاورې ډول Type of Soils:
د تهداب خاوره د خاورې ذراتو ،لمدبل(moisture) او هوا څخه تشکیل شوې وي .خاروه کیدای شي هر ډول وي لکه کلی خاوره ،سسته خاوره ،شګلنه خاوره او خویدونکې خاروه او داسې نور.د خاورې هغه برخه چې د ځمکې مخ ته نژدې وي هغې ته بره خاوره(top soil) او هغه چې له 300mm لاندې وي هغې ته دویمي یا فرعي خاوره (sub soil )وایې .معمولا دویمي خاوره په وړو ودانیو کې د تهداب د بیخ په توګه کاریږي .خو دا یوه عامه خبره ده او په ډيری حالاتو کې د خاورې د طبیعې حالت ،د اوبو ټیبل ،د خاورې ډول او په بیلابیلو طبقو کې د هغو ژوروالي د مالومولو لپاره باید د خاورې څیړنې(investigation) ترسره شي څو د په بیلابیلو لیولونو کې د خاورې زغم وړتیا(bearing capacity) مالومه شي .
کله چې بارونه د بره ساختمان څخه د تهداب خاورې ته ولیږدول شي ،نو خاوره تخته کیږي(consolidate) او تهداب کیني یا نشست کوي(settlement) .د خاورې دا تخته کیدل کیدای شي زر ترسره شي لکه کله چې نه نښتې خاوره وي او که د خاورو نور ډولونه کیدای شي څو کلونه ونیسي چې پوره تخته شي .په شګلنه خارو(sandy soil) کې کیدای شي د ودانۍ د کارونو له بشپړیدو وړاندې هم د تهداب مکمل نشست یا کیناستنه.په کلی (Clay)خاوره کې اوبه تر ډیره وخته پاتې کیږي نو نشست یې هم ورو وي او کیدای شي څو کلونه وخت ونیسي . دکلی خاوره ډیرې اوبه نیسي نو کله چې په داسې خاوره کې د تهداب نشست رامنځ ته کیږي هغه به هم غټ وي.د تهدب نشست(settlement) د ودانۍ په دیوالونو،بیمونو ، سلبونو او نورو برخو کې درزونه راپیدا کوي .تر دې چې که نشست زیات شۍ نو کیدای شي ودانۍ هم پوره له کاره ولویږي .د خاورې څیړنه (soil investigation)هغه وخت اړینه ده چې د ودانۍ وارد شوي بارونه زیات وي او د زغم وړتیا په په ساحه کې د شرایطو په اساس نه شي محاسبه کیدای .
د خاروې څیړنه باید د لاندې مالوماتو د ترلاسه کولو لپآره ترسره شي ،
1. د دویمې خاورې (sub-soil)لپاسه د بره خاورې(top soil) طبیعي حات او پیړوالی .
2. د دویمې خاورې طبعي حالت ،پیړوالي او د هغې د طبقې(stratum) ژوروالی .
3. د زغم مجاز فشار ارزول .
4. د ځمکې لاندې اوبو لیول او په ځمکه کې کیمیاوي مواد مالومول.
5. په ځمکه کې شته ساختمانونه او خطرونه(hazards) .
دریم .د ودانې په ګاونډ کې د بل ساختمان ډول . Type of Structure in Neighborhood:
د یوې ودانې لپاره د تهداب غوره کول کیدای شي ددې سره په ګاونډ کې د بلې یوې ورته ودانې پر بنیاد غوره شي چې په ساحه کې شتون او همداسې تهداب ورته غوره شوي وي .د هغې بریالیو او کمزورو ټکو ته په پام سره د نوې ودانې د تهداب لپاره پریکړه کیدای شي .په ساحه کې شته تهدابونو د نوو تهدابونو په غوره کې ډيره مرسته کولی شي .
څلورم .د تهدابونو ډولونه . Types of Foundations
د تهدابونو ډولونه لکه جلاجلا تهدابونه(isolated) ،مرکب تهدابونه ،میخي تهدابونه او یا فرشي (mat)تهدابونه د خاورې ډول او له ودانې څخه وارد شوو بارونو ته په پام د نظر غوښتنو او مناسب والي (suitability)په اساس غوره کیږي .کتل کیږي چې کوم تهداب نظر د ساحې شرایط ته مناسب او کوم مناسب نه دی .
Prepared by:
Curve Architects Group
Comments
Post a Comment