#د_خښتې_او_د_خښتې_د_استعمال_اړونده_پوښتنې سوال: خشت کاري باید په یوه وخت کې د څومره نه لوړه نکړو؟ ځواب: 1m څخه سوال: خشت کاري باید لږ تر لږه څومره موده لمده وساتل شي؟ ځواب: 10 ورځې سوال: د تازه خشت کارۍ پروټکشن واضح کړئ؟ ځواب: د ګرد،باران او نورو اغیزمنونکو عواملو نه یې ساتل سوال: د خشت کارۍ د بافت ډولونه څو او کوم دي،او هم د خشت کارۍ انګلیسي بافت شرحه کړئ؟ ځواب: پنځه ډوله د خشت کارۍ بافته لرو چې عبارت دي له: English bond Common bond Flemish bond Running bond Garden bond English bond: د خشت کارۍ انګلیسي بافت مستقیم جاینټونه نلري،او معمولاً د دیوال په شروع او یا هم ختم کې د خښتې له قطع شوې ټوټو څخه ګټه اخیستل کیږي،دې میتود ته د خشت کارۍ د بافت انګلیسي میتود وایي، دا میتود په نړيواله سطحه دخشت کارۍ د بافت یو له قويترینه میتودونو څخه دی چې زیات کاروونکي لري سوال: په افغانستان کې د خښتو لرغونی ابعاد ذکر کړئ ځواب: د افغانستان د خښتو لرغونی ابعاد عبارت دی له: 1. د خښتې طول 50cm 2. د خښتې عرض 22cm 3. د خښتې ضخامت 12cm سوال:دخښتې باید په یو سانتي متر مربع کې څومره...