سيمټ
قدرمنو انجنیر صاحبانو ته!
#دوهمه برخه:
#د_سمنټو_په_اړه_ځینې_اړینې_ساحوي_خبرې:
څرنګه چې پوهېږو سمنټ د ډېرو مهمو او اړینو ساختماني موادو د جملې څخه دي، چې دلته د لیکنې د اوږدېدو له وجې یې په جوړښټ، ډولونو او تولید باندې بحث نه کوو، خو ځینې نورې مهمې ساحوي خبرې چې انجنیران باید پرې پوه شي، په لاندې ډول واضح کوو:
⚀ د تازه او بهترو سمنټو د کیفیت معلومولو لپاره یو لوښی د اوبو څخه ډک او سمنټ پکې واچول شي، که چېرې د اوبو پر مخ پوکڼۍ/حبابونه پیدا او وچاودېدل یا هم د ګډولو په وخت کې ځک تولید کړي، نو سمنټ تازه او د ګټې اخستنې وړ دي.
⚀ ساتنه: سمنټ باید په مناسب، وچ، د نم څخه لېرې او سوړ ځای/ګدام کې، همدارنګه د لمر د مستقیمو وړانګو څخه لېرې وساتل شي، داسې چې د لرګینو چوکاټونو له پاسه چې د ځمکې/فرش څخه ۵-۱۰ سانتي مترو ارتفاع ولري ځای په ځای شي او یاده ذخیره باید وخت په وخت تهویه شي.
د سمنټو د ذخیره کولو په وخت کې په عمودي قطارونو کې د سمنټو تر لسو (۱۰) بوریو زیاتې یو له بلې له پاسه کېنښودل شي، ځکه د یوې بورۍ وزن ۵۰ کیلو ګرامه دی، چې په لاندینۍ بورۍ ۵۰۰ کیلو ګرامه وزن په راتلو سمنټ خپل کیفیت له لاسه ورکوي.
⚀ ځینې وخت سمنټ د لمدېدو او یا هم زیات فشار واردېدو له وجې د تېږې په شکل سختېږي، چې استعمال ته یې بلکل اجازه نشته.
⚀ که چېرې مصالحه په ۴۵-۶۰ دقیقو کې ونه کارول شي، باید %۱۰ نور سمنټ ور علاوه او بیا وکارول شي. ( که چېرې موسم سوړ وي، نو تر ۷۰-۹۰ دقیقو هم دا وخت غزېدلی شي).
⚀ وخت/عمر: سمنټ د وخت په تېرېدو سره خپل مقاومت کموي چې په لاندې ډول یې واضح کوو:
① تازه سمنټ/د تولید په لمړیو کې←%۱۰۰ مقاومت
② ۳ میاشتې وروسته ← %۸۰ مقاومت
③ ۶ میاشتې وروسته ← %۷۰ مقاومت
④ ۱۲ میاشتې وروسته← %۶۰ مقاومت
⑤ ۲۴ میاشتې وروسته← %۵۰ مقاومت
⚀ مَنَک: مَنَک د لرګي (ځینې وخت اوسپنیز) مکعبي بکس شکل دی، چې په (۲۵x۳۵x۴۰) سانتي متره ابعادو سره جوړېږي چې د حجم له مخې د یوې بورې سمنټو د حجم سره برابرېږي، چې د مارک مطابق د کانکرېټو د مکس جوړولو لپاره کارول کېږي.
دیوې بورۍ سمنټو حجم عبارت له ۰،۰۳۵ متر مکعب څخه دی چې د یو منک سره برابرېږي:
(25cmx35cmx40cm)
= (0.25mx0.35mx0.40m)
= 0.035m³ = 0.035cum
لمړۍ برخې لپاره لاندې لېنک خلاص کړئ👇:
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=1579777252177672&id=100004362362059
👈د نورو سره یې شریک (Share) کړئ.
#نور_بیا...
Prepared by: Mukhlis Behsoodi

Comments
Post a Comment