درونټی بند

۸. د درونټې بند - ننګرهار:
دا بند د جلال اباد ښار غربي سیمه کې پر کابل سیند په ۱۹۶۴ کې د روسانو لخوا جوړ شوی. بند د اوبو لګونې، برېښنا او کبانو د ساتلو په برخو کې کار کوي. ۲۲ متره لوړ، ۱۴۰ متره اوږد او له خاورې جوړ شوی چې د پرچاوو او ابګیر برخې یې کانکریټي دي. د اوبو د زېرمې کچه یې ۴۰.۵ میلیون متر مکعبه ده چې اوس یې ډېره برخه له خاورو ډکه شوې. څو ځلې هڅه وشوه چې د کاسې خاورې یې د اوبو په مرسته پاکې شي.
د درونټې بند ۳ توربینونه لري. ټوله ۱۱.۵ میګاواټه برېښنا تولیدوي چې د ښار د رڼا کولو سربېره د ننګرهار د اوبو لګونې شبکه (پمپ ستیشن چې لوړ ولتاژ برېښنا ته اړتیا لري) کې مصرفېږي.
د وخت تېرېدو او جنګونو له امله بند ډېر زیان لیدلی و چې بیا له یوه روسي شرکت سره یې د بیارغونې چارې قرارداد شوې. زمونږ د پرکتیک پر مهال یې (۲۰۰۹ کال) ۲ توربینونه فعال و او د دریم توربین د بیارغونې چارې یې د روسي متخصصینو لخوا روانې وې.  چې بیا وروسته بشپړې شوې.
همدارنګه د اوبو لګونې کانال یې کابل-ننګرهار سړک څنګ، ښۍ خوا ته موقیعت لري چې د ننګرهار کرنیزې شبکې (فارم هډه، ...) ته اوبه برابروي.
د درونټې بند او کرنیزې پروژې، ننګرهار له وچې او سوځونکې دښتې په همیشه بهار سیمې بدل کړ. چې اوس د هېواد یو محصولاتي ولایت بلل کېږي. د جنګونه پر مهال ډېره هڅه وشوه چې بند تخریب شي. خو د ځینو هېوادپالو لخوا وساتل شو چې یاد به یې د درونټې په تاریخ کې تلپاتې وي.
نور بیا!
#دافغانستان_بندونه
https://twitter.com/assemmayar1

Mohammad Assem Mayar

Comments

Popular posts from this blog

نوي کور جوړولو په اړه څو سپارښتنې!

د یوه بریالي ساحوي انجنیر ځانګړتیاوې