د یوه بریالي ساحوي انجنیر ځانګړتیاوې

 د یوه بریالي ساحوي انجنیر ځانګړتیاوې


ګرانو انجنیرصاحبانو نن در سره د یوې مهمې موضوع په هکله چې د یوه ښه ساحوي انجنیری په اړه ده معلومات شریکوو . باور لرو دغه پوست به د ځوان او تازه فارغ شویو انجنیرانو د پاره ډیر ګټور تمام شي:

د بریالي ساحوي انجنیر ځانګړتیاوې


عمومي ځانګړتیاوې:


• ساحوي انجنیر باید د ځان سره (Hand Book) کتاب ولري

• ساحوي انجنیر باید د خپل ځان سره منظمه د یاد داشت کتابچه ولري

• ساحوي انجنیر باید ځان ته په ساحه کې شته اړینې سرچنې او امکانات معلوم کړي

• ساحوي انجنیر باید د خپلې پروژې په اړونده معلومات بشپړ کړي

• ساحوي انجنیر باید پروژې د پلی کیدو په وخت باندې ځان پوه کړي

• ساحوي انجنیر باید د پروژې د پلي کیدو د پاره ریښتنی پلان جوړ کړي

• ساحوي انجنیری باید د هر کاری فعالیت د څه ډول بشپړیدنې د پاره اړینې سرچینې و سنجوي او هغه برابرې کړي

• ساحوي انجنیر باید د ټولو ودانیزو توکو او کاری فعالیتونو د پاره باید بشپړ تخنیکي مشخصات او ځانکړتیاوې ولري

• ساحوي انجنیر باید د هر فعالیت د کړنې څخه مخکې تر مخکې د هغه د سم پلی کیدو د پاره کم تر کمه یوه اونی مخکې باید تیاری ولري

• ساحوي انجنیر باید د هر کاری فعالیت د تر سره کیدنې د پاره اړین کاری نورمونه ولري او د هغه پر بنسټ سره کارګران او نور اړین وسایل باید په کار وګماری

• ساحوي انجنیر باید د کار د ښه او په معیار برابر کارونو د ترسره کیدو په موخه د ټولو ماهرو کارګرانو څخه تحریری او عملي آزموینه باید تر سره کړي

• ساحوي انجنیر د هر بریالي ماهر ګارګر یوه نمونه تر سره شوي کار چک او د هغه پر بسنټ سره هغه د کار اجازه یا نه اجازه ورکول تایید کړي

• ساحوي انجنیری باید به جدي ډول سره د پیسولګښت او بودیجه کنټرول کړي 

• ساحوي انجنیری باید په مسلسل او پرلپسې ډول سره د کار فزیکي پرمختګ د هغه د مالي پرمختګ سره پرتله کړي او هر وخت باید فزیکي پرمختګ باید د مالي پرمختګ څخه زیاد وي 

• ساحوي انجنیر د انجنیری دری مهم اصول لکه کمیت ، کیفیت او د نما په جدي ډول سره کنترولوي

• ساحوي انجنیر د هر کار تر مخه اړینو ماهرو کارګرانو ته د هغه کار د کړنې په اړه بشپړ معلومات ورکوي

• ساحوي انجنیر پرته د اصولو او اړینو پړاوونو د طی کولو څخه په هیڅ صورت سره په خپل سره په پروژه کې بدولون نه راولي

• ساحوي انجنیر باید د ټولو ودانیزو توکو لومړی د هغه د ښه کیفیت نمونه یا سمپل چک کوي او بیا د هغه پر بنسټ سره نور اړین توکي برابروي

• ساحوي انجنیر باید د ترسره شوي کار احجام په منظم ډول سره اندازه ، برآورد او په خپله کتابچه کې یاد داشت کوي 

• د خپلې پروژې د پرمختګ اړین راپورونه لکه ورځنی، اونی، میاشنی ، ربعه وار او کلنی راپور په خپل وخت سره تهیه کوي.

• ساحوي انجنیر د پروژې په ژورنال کې ډیر مهم او داسې مسایل او موضوعات لیکي چې له یوې خوا د تخنیکي پلوه اړتیا وي او له بله اړخه پر اصولو ولاړ وي او داسې څخه و نه لیکي چې سبا د هغه ځواب ویل ورته ګران کار وي .

نور راتلونکو پوستونو کې.....

تاسو هم په کمنټ کې د بریالی انجنیر څو ځانګړتیاوې ولیکی.

Comments

Popular posts from this blog

نوي کور جوړولو په اړه څو سپارښتنې!

درونټی بند