سنګ کاري

 د سنګ کارۍ څخه جوړ شوی دیوال، چې 75m طول لري، عرضي مقطع یې په شکل ک‍ې درکړل شوې ده، تاسې یې لاندیني احجام محاسبه کړئ،که د مصالې مارک یې 300 وي؟

1. د سنګ کارۍ مجموعي حجم

2. په دیوال کې د پکار وړل شوې مصالې حجم( په هغه صورت کې چې 35% مصاله پکې پکار وړل شوې وي)

3. په مصاله کې د مصرف شویو سیمنټو حجم

4. په مصاله کې د پکار وړل شوې شګې حجم 


حل: څرنګه چې د دیوال هره برخه ځانته شکل لري، نو باید هره برخه (V1,V2,V3,V4,V5) بیل بیل محاسبه شي او بیا ټول سره جمع کوو، ، او د سنکارۍ مجموعي حجم ترې لاسته راځي.

 

V (1) = 75m× 2.4m × 1m = 180m3

V (2) = 75m × 1.3m × 1m = 97.5m3

V (3) = 75m × 1.05m × 0.5m = 39.375m3

V (4) = 75m × 0.80m × 0.80m = 48m3


پنځمه برخه مثلث شکله ده، چې د مثلث د مساحت څخه په استفادې یې د عرضي مقطع مساحت لومړی پیداکوو، او بیا یې په ټول طول کې ضربوو


د مثلثي مقطع قاعده 

(2.4m-0.80-0.25m-0.250m.25m=0.85m)

 او ارتفاع یې (1m+0.5m=1.5m) سره نو مساحت یې د فرمول په اساس (قاعده× ارتفاع) تقسیم په دوه 

V (5) = 75m × (0.85×1.5m)/2 = 88.125m3


اوس د سنګ کارۍ مجموعي حجم دارنګه پیداکوو:-

V (total Stone masonry) = V (1) + V (2) + V (3) + V (4) + V (5) 

V (total Stone masonry) = 180m3 +97.5m3 + 39.375m3 + 48m3 + 88.125m3 

V (total Stone masonry) = 453m3


د مصالې مقدار پیداکول: څرنګه چې مونږ په دغه سنګ کارۍ کې 35% مصاله په نظر کې نیسو نو د مصالې حجم دارنګه پیداکوو.

Volume of Mortar = 35/100 × 453 m3 = 158.55m3

دا د مصالې لوند حجم دی، خو مونږ براورد د وچې مصالې د ترکیب کوونکو موادو د مقدار د معلومولو لپاره کوو نو دا حجم په 1.25 ضریب کې ضربوو، تر څو د وچې مصالې مقدار معلوم کړو

158.55m3×1.25 = 198.18m3


مخکې له دې چې د سیمنټو حجم معلوم کړو دا باید ووایو چې د 300mark نسبت عبارت دی له (1:4) څخه نو لرو چې :-

V (cement) = 198.18m3/ (1+4) ×1×1440 kg/m3 = 57078kg

په پورته رابطه کې 1440 د سیمنٹو حجمي وزن دی

اوس که وغواړو د بوجیو له قراره یې حجم معلوم کړو نو پورتنی حجم په 50kg ویشو، ځکه دیوې بوجې سیمنټو وزن 50kg دی

No. of Bags = 57078kg/50kg = 1141 bags

د شګې حجم دارنګه معلومووږ

V (sand) = 198.18m3 / (1+4) × 4 =158.544m3

Comments

Popular posts from this blog

نوي کور جوړولو په اړه څو سپارښتنې!

د یوه بریالي ساحوي انجنیر ځانګړتیاوې

درونټی بند