بند تعریف ( Definition of dam)
- بندونه ( Dams)
تعریف: بندونه یا د اوبو دمه کوونکې ساختمانونه هغه ساختمانونه دي چې د اوبو د جمع کولو، د برقي انرژۍ تولید، د کبانو د روزنې، د سیمې د ښکلا، د کشتۍ چلوني او همداشان د ځینو نورو موخو لپاره اعماریږي.
#بندونه د دوې د مشخصاتو له مخې په بیلابیلو ډولونو سره ویشل کیږي لکه:
۱- د وظیفې له مخې.
۲- د هایدرولیکې ډیزاین له مخې.
۳- د موادو د جوړښت له مخې.
#د_وظیفې له مخې
- ذخیروي بندونه (Storage of Dams):
د هغه بندونه دي کوم چې په سیندونوکې د پر آبی په وخت کې اوبه ذخیره کوي، او بیا د دې اوبو څخه په کم آبی موسم کې استفاده کیږي.
- توقیفې بندونه (Detention Dams):
دا ډول بندونه د سیلابې اوبو د مخنیوې (Flood control) په منظور جوړیږي، ترڅو د هغو اوبو مقدار کومې چې د سېلاب له مخې مجرا ته داخلیږي هلته جمع اود دی لپاره چی د ښکتنې مجرا د تخریب باعث ونه ګرځي، ورسته په کنترولي ډول سره خارجیږي.
- انحرافې بندونه (Diversion Dams):
دا ډول بندونه د دې لپاره جوړیږي چې یوه اندازه اوبه د کانال خواته رهنمایې کړي، دا ډول بندونه معمولآ دکمې ارتفاع لرونکې وي چې یوه کمه اندازه اوبه د مجرا په پورتنۍ برخه (Up stream) کې ذخیره کوي.
- صندوق ډوله بندونه (Coffer Dams):
دا بندونه موقتي بندونه دي چې د اصلې بندونو څخه مخکې په نظر کې نیول کیږي، ترڅو مورد نظر یا کاري ساحه وچه وساتل شي اعماریږي.
#د_هایدرولیکې ډیزاین له مخې:
- اوبو تېرونکې (Over flow Dams)
دا هغه بندونه دي کوم چې د بند د څوکې څخه پورته اوبو ته اجازه ورکوي چې د بند سر څخه تېرې شي، او (Down stream) ته انتقال شي.
- اوبه نه تېرونکې بندونه (Non-Over flow Dams):
دا ډول بندونه داسې ډیزاینیږي ترڅو د بند د سر څخه اوبه تیرې نه شي، چې دا ډول بندونه له کانکریټو، سنګ کاري، تپک شوو خاورو او لرګیو څخه جوړیږي.
#د_موادو د جوړښت له مخې:
- خاورین بندونه (Earth fill Dam):
دا ډول بندونه له خاورو څخه جوړیږي، او په هغه ځایونو کې چې دره نسبتاً پراخه وي ترجیح ورکول کیږي.
* خاورین بندونه په دوه ډوله دي:
- متجانس خاورین بند (Homogenous earth dams): دا هغه وخت جوړیږي کله چې د بند ارتفاع کمه وي، ددې ډول بندونو د پورتنۍ برخې لپاره کانکریټي، اوسپنیز کانکریټي، قیر او داسې نور موادو څخه چې د اوبو د نفوذ ضد وي استر په نظر کې نیول کیږي.
- غیر متجانس خاورین بندونه(Heterogenic earth dams):دا هغه وخت جوړيږي کله چي د بند ارتفاع نسبتا زیاته وي ، د دې ډول بندونو د پورتنۍ برخې لپاره کانکریټي، اوسپنیز کانکریټي، قیر او داسې نور موادو څخه چې د اوبو د نفوذ ضد وي استر په نظر کې نیول کیږي.
#د_هایدرولیک_انجنیر

Comments
Post a Comment