نوي کور جوړولو په اړه څو سپارښتنې!
د نوي کور جوړولو په اړه څو سپارښتنې! 1. د کور نقشه په انجنير جوړه کړئ، عام ټيکه دار یوازې د ساختمان جوړولو ماهر دی، تخنيکي پوهه او درايت نه لري. ځينې کورونه چې د ټیکه دار په لارښوونه جوړ شوي د سیخ او سېمټو بېخ يې په کې ايستلی او ان له نظامي تاسيساتو يې هم ډېر درانه (د وزن له پلوه) او مقاوم جوړ کړي او ځینې نور یې برعکس د مقاومت له پلوه کمزوري جوړ کړي. 2. که کور څو منزله وي (له یو منزل څخه زیات وي) نو د ساختماني موادو لابراتوار سره اړیکه کې شئ چې د تهداب د خاورې ټسټونه او تخنيکي ارزونه وکړي یانې تاسې ته به د خاورې د برداشت مقاومت پیدا کړي چې له مخې یې د تهداب ډول او ابعاد پيدا کېږي. 3. د لابراتوار راپور نقشه جوړوونکي انجنير ته ورکړئ چې تاسې ته د تهداب، پايو، بيمونو او سلب ابعاد په اقتصادي او مقاوم ډول محاسبه او برابر کړي. 4. د نقشې جوړولو پر وخت انجنير ته خپلې غوښتنې ووايئ، د ټيکه دار او د کور د مشر یا یوه غړي نقشه مه منئ سبا به ورسره په تکليف ياست. 5. د تهداب لاندې د خاورې د طبقاتو په اړه د انجنير مشوره له پامه مه غورځوئ. 6. په تعمير کې نيمه تهکاو په نسبي توګه د ژمي ګرم او د اوړي ي...